امنیت

دطالبانو يو قوماندان ونيول شو .

کابل باختر دثور يو ويشتمه :
دوسله والو طالبانو يو قوماندان له لسګونو کيلوګراموچاوديدونکو توکو سره په ميدان وردګو ولايت کې ونيول شو .
  قوماندان اسد الله پرون دنرخ ولسوالۍ په چين زايي سيمه کې  دافغان ځواکونو دعملياتو په بهير کې  ونيول شو .
دميدان وردګو ولايت دپوليسو يو قوماندان باختراژانس ته وويل، دوسله والو طالبانو دغه قوماندان د نرخ ولسوالۍ په ځينو سيموکې ديو لړ تروريستي بريدونو د ترسره کولو نيت درلود چې ونيول شو .
  ويل کيږي له دغه قوماندان څخه څه ناڅه څلويښت کيلوګرامه چاوديدونکي توکي هم ترلاسه  شوى دى .
دميدان وردګو سيمه ئيز مقامات وايي چې قوماندان اسد الله ددغه ولايت په ځينو سيموکې يوې سترې ډلې وسله والو طالبانو مشرتوب په غاړه درلود .
ديوبل خبر له مخې ، دميدان وردګو ولايت امنيتي چارواکي وايي چې ديوبم دچاودنې مخه نيولې ده، دغه بم دسيد اباد ولسوالۍ دملي خيلو په سيمه کې په يوه ګڼ ميشته لاره کې دطالبانو له خوا ځاى پرځاى  شوى و .
دميدان وردګو ولايت دپوليسو يو مقام باختراژانس ته وويل، وسله والوطالبانو په دغه ګڼ ميشته لاره کې دبم په ايښودلو سره غوښتل  يوخونړۍ تروريستي پيښه  رامنځته کړي .
په افغانستان کې وسله وال طالبان زياتره په ګڼ ميشتو لارو کې دماينونو اوبمونو په ايښودلو لاس پورې کوي چې زياتره ملکي وګړي قرباني کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته
WP RSS Plugin on WordPress