ټولنه

يوه دوه سوه پنځوس کيلوواټه ترانسفارمر په سرپل ولايت کې ودرول شو .

کابل باختر  دزمري ١١:
يوه دوه سوه پنځوس کيلوواټه ترانسفارمر په سرپل ولايت کې ودرول شو . او ګټې اخستنې ته وسپارل شو .
دسرپل دبريښنا شرکت رييس جلال الدين نوري باختراژانس ته وويل چې دغه ترانسفارمر ددرېو مليونو افغانيو په ارزښت پرون دسرپل ولايت دښاروالۍ په دويمه ناحيه کې ودرول شو او ګټې اخستنې ته وسپارل شو .
ده زياته کړه يو مليون افغانۍ يې دسرپل ولايت دامنيې قوماندانۍ له پرمختيايي بودجې څخه او دوه مليونه افغانۍ يې دسرپل دبريښناشرکت  له پرمختيايي بودجې څخه ورکړى شوي دي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته