امنیت

په زابل کې وسله والو طالبانو ته د سر درانده زيانونه

کابل/ باختر/ د غبرګولي دمياشتې ١٨مه شپاړلس تنه وسله وال طالبان په زابل ولايت کې د يو لړ هوايي بريدونو په نتيجه کې ووژل شول . پر دغو وسله والو طالبانو له تېرې شپې څخه تر نن سهاره پورې د شهر صفا، ميزان او شينکي په ولسواليو کې د هغوى په پټنځيوکې بريدونه وشول . د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دغو هوايي بريدونوکې د وسله والو طالبانو د ډلې د درېيو تنو قوماندانانو په ګډون ١٦ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او څو تنه نور يې ټپيان شوي دي. ده وويل چې په دغو بريدونوکې له ټولو جنګي وسايلو سره يې د وسله والو طالبانو څلور پتڼځي هم دړې وړې شوي دي . په يو بل خبر کې ويل شوي دي چې د وسله والو طالبانو د جنګي وسايلو يوه ډيپو په زابل ولايت کې کشف شوه . دغه ډيپو د قلات ښار په شمال کې د طالبانو په پټنځي کې ساتل کېده . د هېواد په جنوب کې يو پوځي مقام وايي چې له دغې ډيپو څخه څو سپکې او درندې وسلې هم ترلاسه شوې دي . ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته