ټولنه

په نيمروز کې دښځو په وړاندې دتاوتريخوالي دله منځه وړلو په خاطر سيمينار جوړشو .

کابل/ دليندې ١١مه / باختر :
په نيمروز کې  پرون دښځو پرخلاف د تاوتريخوالي دله منځه وړلو په خاطر   سيمينار جوړ شو .
دنيمروز داطلاعاتواوفرهنګ رييس عبدالغني  حسن  باختراژانس ته وويل چې ددغه سيمينار  دترسره کولو هدف دښځوپه وړاندې دتاوتريخوالي دلرې کولو دلارو لټولو او دهغه دله منځه وړلو په خاطر دمبارزې غوښتونکي دي .
دنيمروز دښځو دچارو رييسې شاه ګل ګلزاد په خپلو خبرو کې په هغه  ولايت کې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي په وړاندې دمبارزې په خاطر  له مدني ټولنواودرسنيو دعملي اقدامات غوښتونکې شوه او ويې ويل چې دغه ټولنې بايد ددوى دغوښتنو په وړاندې له ښځو سره همکاري وکړي .
په دې غونډه کې يوشمېر ګډون کوونکو هم خبرې وکړې او دښځو په وړاندې دتاوتريخوالي دله منځه وړلو غوښتونکي شول .
  ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته