کابل باختر د زمري دمياشتې ١ :
په کونړولايت کې دملي اردو دځواکونو او دوسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې
دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو بل طالب ټپي شو.
په کونړولايت کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو ددويمې لوا ويندوى هارون يوسفزي دباخترآژانس خبريال ته وويل : دغه جګړه تيره شپه دکونړ ولايت دشيګل ولسوالۍ دشين کوړک په ساحه کې دوسله والو طالبانو او دملي اردو دځواکونو ترمنځ له هغه وروسته ونښته چې وسله والو طالبانو په ساحه کې دملي اردو په پوستو دبريد نيت درلود چې دملي اردو دځواکونوله مقاومت سره مخامخ شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل : چې په دې پيښه کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ