امنیت

په غزني کې ډار اچوونکو ته د سر دروند زيان اوښتى دى

کابل باختر د غبرګولي  اوومه :
د غزني ولايت په مربوطاتوکې د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهير کې شپږ ويشت تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي .
  دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې، دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر ديوې خبرپاڼې  په خپرولو سره  ليکلي دي: دغه عمليات چې د هېواد د هوايي او  توپچي ځواکونو په ملاتړ د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول؛ په نتيجه کې اتلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول او د تروريستانو له چاويددونکو توکو بار يو موتر هم له منځه وړل شوى دى . 
دغه راز د غزني ولايت د ده يک ولسوالۍ په مربوطاتوکې دهوايي ځواکونو د بريد په نتيجه کې چې د تروريستانو په ځالو ترسره شول اته تنه ډار اچوونکي ووژل شول او د هغوى يو موټر يو زيکو يو ماشينګڼه او د درندو وسلو يوه اندازه مهمات له منځه وړل شوي دي .
امنيتي او دفاعي ځواکونو د غزني ولايت د اجرستان ولسوالۍ په مربوطاتوکې د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې يوشمېر کلي د تروريستانو له شتون څخه پاک کړي دي .
ديوبل خبرله مخې: د روزګان ولايت او د جوزجان ولايت د درزاب او قوش تيپې په ولسواليوکې امنيتي پوستې نن سهار د ځمکې او هوا له لارې په پوځي تجهيزاتو سمبالې شوې .
  ختم_ ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته