سیاست

د هيواد د ملي امنيت سلاکار: که چيرې په افغانستان کې د تروريزم مخه ونه نيول شي؛ عواقب به يې سيمې ته خطرناک وي

کابل – باختر د لړم دمياشتې ١٤
د هيواد د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر پرون په کابل کې د هند جمهوريت له لوى سفير امرسينها سره وکتل.
د ملي امنيت د شورا مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د هند جمهوريت ته د افغانستان د ملي امنيت د سلاکار د نږدې راتلوونکي سفر په باب خبرې وشوې.
د هيواد د ملي امنيت سلاکار وويل: د افغانستان د اسلامي جمهوريت او د هند جمهوريت ترمنځ اړيکې دوستانه او د سيمه ييزې همکارۍ د اصل پربنسټ تکيه لري.
د ده د څرګندونو له مخې: د ملي وحدت حکومت د خپل کار د پيل له وخت څخه په ډاګه ويلي دي چې افغانستان د خپلواک سياست په چوکاټ کې د سيمې له ټولو هيوادونو سره دوستانه اړيکې غواړي.
ده زياته کړه چې د نړيوال تروريزم په وړاندې د افغانستان جګړه يوازې ددغه هيواد کورنۍ ستونزه نه ده او د سيمې هيوادونو ته يې زيات ګواښونه هم پيدا کړي دي.
افغانستان له نړيوال تروريزم سره د جګړې په لومړۍ ليکه کې دى او د افغانستان اسلامي جمهوريت په افغانستان کې د نړيوال تروريزم د ځپلو لپاره په سيمه ييزې اجماع ټينګارکوي. که چيرې په افغانستان کې د تروريزم مخه ونه نيول شي؛ عواقب به يې د سيمې لپاره خطرناک وي.
د ملي امنيت سلاکار د تروريزم د ځپلو لپاره د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو په سمبالولو او پياوړي کولو باندې ټينګار وکړ او ويې ويل: موږ تل په سيمه او نړۍ کې له ټولو دوستو هيوادونو څخه غوښتي دي چې د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو د محاربوي ځواکمنۍ په کچې لوړولوکې دې د افغانستان له اسلامي جمهوريت سره مرسته وکړي.
دغه راز په کابل کې د هند جمهوريت سفير امرسينها د هند جمهوريت ته د افغانستان د ملي امنيت د سلاکار د سفر له امله خوښيي څرګنده کړه او ويې ويل چې باور لري په دې سفرکې به دواړه لوري په اجندا کې د ټولو نيول شويو مسئلو په باب موافقه وکړي.
په کابل کې د هند جمهوريت سفير زياته کړه چې د دغه سفر لپاره لازم رسمي تيارى نيول شوي دي .
د تروريزم د ګواښونو د له منځه وړلو په لاره کې سيمه ييزې ګډې هڅې او د افغانستان د هوايي ځواکونو د سمبالولوپه برخه کې د هند جمهوريت مرستې د دغه سفر د اجندا اساسي ټکي دي.
ټاکل شوې ده چې دغه يو ورځنى سفر د روان کال دلړم دمياشتې په ١٦ نيټه ترسره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته