اقتصاد

دغاليوسکتور دفعاليت دپلان دبياکتنې دکنفرانس اجندا وڅيړل شوه

کابلباختر د ميزان١٦
دغاليو سکتور دکاري ګروپ په نهمه غونډه کې دغاليو سکتور د فعاليتونو دپلان دبياکتنې دکنفرانس اجندا وڅيړل شوه  .
دباخترآژانس دخبر له مخې :   دغه غونډه چې نن دکابل ښار په يو هوټل کې جوړه شوه  د٢٠١٣  تر٢٠١٦ کلونو په بهير کې دغاليو دسکتوردفعاليتونو پروګرام وڅيړل شو.
دغه غونډه په داسې حال کې جوړيږي  چې بهر ته دافغاني غاليو د صادراتو کچه   د وروستيو څوکلونو په بهير کې ټيټې کچې ته رسيدلې ده او که چيرې  له دغې ستونزې سره دمقابلي په خاطر تدبيرونه ونه نيول شي  دغاليو دصادراتود راوليدو امکان به رامنځته شي
په دې غونډه کې دسوداګرۍ  اوصنايعو د وزارت معين متصل کمکي يادونه وکړه چې په هيواد کې دغاليو صنعت له چنلجونو سره مخامخ دى  او لا زمه  ده  چې د٢٠١٣ تر٢٠١٦ م کلونو لپاره د غاليو سکتور دفعاليت پلان  برابراو په  دغه سکتور کې دسيالۍ شرايط رامنځته شي  .
ده له خصوصي سکتور څخه وغوښتل چې  په دغوستونزو د  برياليتوب په خاطر خپلې نظريې وړاندې کړي اومسوولين دغه نظريې راټولوي چې دچارو په ښه والې کې ورڅخه استفاده وکړي .
دکوچنيو اومنځنيو تشبثاتو دچارودتنظيم اوپرمختيا رييس احمدضيا سيدخيلي دهغو يولړ ستونزو په بيانولوسره چې دغاليو صنعتکاران  ورسره  مخامخ دي دکورنيوچارو له وزارت څخه يې  وغوښتل څودهغوساحودبيرته نيولو په برخه کې چې  دغالۍ اوبدونکو ښارګي  ته ځانګړي شوي وه اقدام وکړي چې دغاليو صنعتکاران دخپل کار اوفعاليت ساحه  پيدا کړي .
ويل شوي دي چې د کابل اوننګرهار په څوسيموکې غالۍ اوبدونکو ته دښارګوټو دجوړولو ساحي ځانګړې شوي خوددغوساحوکاردخپل سروکورونو دجوړولو  له امله دغالۍ اوبدونکو په واک کي  ورنه کړاى شوې .
په دې  غونډه کې  يوشميرمسوولينو اودغاليو صنعتکارانو خبرې وکړې اودغاليو دصنعت دښه والي او دهغه دپراختيا په مقصد خپلې نظريې وړاندې کړې .
دغاليو سکتور دفعاليت دپلان د جوړولو هدف دغاليو دصنعت د ودې  لپاره دآسانتياو درامنځته کولو په مقصد دلارې د يوې  نخچې چمتو کول او په افغاني مارک سره دهغو دصادراتو لپاره  د زمينې برابرول دي .
اوس دافغاني غاليو زياته برخه دپاکستان له لارې  او د دغه هيواد په مارک صادريږي  چې ګټه يې پاکستاني دلالانو ته رسيږي .
دمرکزي احصائيې رپوټونه  د دې ښکارندوى دى چې په شپږو کلونو کې دافغاني غاليو صادرات په سلو کې اتيا لږ شوى چې له افغاني غاليو سره دګاونډيو هيوادونو دسازمان موندنې اوپياوړي ملاتړ دسياليو دليل دى .
په افغا نستان کې څه دپاسه يومليون تنه دغاليو دتوليد په بيلابيلوڅانګو کې په کاربوخت دي
دغاليو صنعت له کرنې وروسته دويم مصروفيت او دهيواددملي عوايدو دويمه برخه ده  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته