تالقان باختر دوږي دمياشتې اوومه نيټه :
د تخارپوهنتون د معلوماتي ټکنالوجۍ مرکز د نړيوال بانک له خوا سمباليږي.
د تخارپوهنتون رئيس خيرالدين خيرخواه د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د دغه پوهنتون د معلوماتي ټکنالوجۍ مرکز د نړيوال بانک په مرسته د څه ناڅه پنځلسو ميليونو افغانيو په لګښت سمباليږي.
ده څرګنده کړه : په دغو تجهيزاتوکې کمپيوټرونه، امنيتي کمرې، د دفترونو لپاره ميزونه او څوکۍ، ديجيتل ټيلفونونه او ايرکنديشنونه شته چې په نږدې راتلوونکې کې به د دغه پوهنتون لپاره برابر شي .
2 د یوې دقیقې څخه لږ