سیاستخبرونهامنیتTOP

‏د کورنیو چارو وزارت سرپرست، په افغانستان کې د یوناما له مرستیال سره وکتل

کابل، د مرغومي ۲۹مه، باختر

‏د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو سازمان د بشري او پرمختیايي چارو مشر او د یوناما مرستیال اندریکا رتواتي، د کورنیو چارو وزارت له سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني سره وکتل.
د کورنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې ده؛ ويل شوي چې په دې کتنه کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست، اندریکا ته د نوې دندې مبارکۍ ترڅنګ، ‏د یوناما د پخواني مرستیال ډانیل انډریس څخه د چارو د ښه مدیریت په خاطر مننه وکړه او په راتلونکو چارو کې یې نوموړي ته د بریالیتوب هیله وکړه.
ښاغلي اندریکا هم، په افغانستان کې حاکم امن د ډاډ وړ بللی او ژمنه یې کړې چې د بشري مرستو په برخه کې به د خپل ماموریت د ښه ترسره کولو هڅې وکړي.
‏په دې کتنه کې، هېواد ته له راستنېدونکو هېوادوالو سره د مرستو پر څرنګوالي او په هوسا ډول ځای پر ځای کېدو هم خبرې شوې دي.
‏خلیفه سراج الدين حقاني، د کډوالو په چارو کې د اندریکا اوږدمهاله ماموریت او تجربې ته په اشارې سره، هیله څرګنده کړې چې د ملګرو ملتو له آدرسه به په کار کې لا ښه والی راشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته