ټولنه

دموټرو دتګ راتګ ددوو پلونوپه جوړيدو سره دشپږوکليو داوسيدونکو ستونزې لرې کيږي .

کابل – باختر- دزمري شلمه :
دبغلان ولايت په دوو ولسواليو کې  دموټرو دتګ راتګ ددوو پلونو په جوړيدو سره په دغه ولايت کې دشپږو کليو دخلکو ستونزې لرې کيږي .
دبغلان ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رياست دخبري برخې مسوول محراب الدين ابراهيمي دباختراژانس خبريال ته وويل  دموټرو دتګ راتګ  ددوو پلونو دجوړولو کار  دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت له خوا دکليوالي لارې جوړولو دملي پروګرام  په چوکاټ کې دخوست او دګذرګاه نور په ولسواليو کې نن پيل شو  چې هريو يې ديرش  متره اوږدوالي  لري چې په پاخه او اساسي ډول جوړيږي .
يوه اړونده خبرځاى وويل ددغو پلونو په جوړيدو سره به د ده نظر ، خيابان ، تره خيلو ، بوستان و چارقشلاق  او د ماچريک دکليو داوسيدونکو ستونزې  چې کلونه کلونه دموټرو دتګ راتګ دپله دنه لرلو په نسبت له ستونزو سره مخامخ  و، لرې  شي .
ويل کيږي چې په دې پروژه کې اويا تنو وزګارو ځوانانو ته د کار زمينه برابره شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته