مزارشريف/ باختر د زمري دريمه :
د هېواد د شمال زون لومړۍ ډله حاجيان پرون د مولانا جلال الدين محمد بلخي له هوايي ډګر څخه جدې ته لاړل.
د بلخ ولايت د حج او اوقافو رييس مولوي محمود دانشجو باختر آژانس ته وويل چې له دغه هوايي ډګر څخه د آريانا- افغان هوايي شرکت په لومړۍ الوتنه ٣٢٧ تنه حاجيان جدې ته لاړل.
ده وويل: د شمال زون زيارت کوونکو ته ټولې اسانتياوې په پام کې نيول شوې دي او ټاکل شوې ده په راتلوونکو پنځه ويشتو ورځوکې ٧ زره ٧٠٠ تنه زيارت کوونکي د مولانا جلال الدين محمد بلخي له نړيوال هوايي ډګر څخه سعودي عربستان ته وليږدول شي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ