ښوونه او روزنه

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د دغه وزارت کارکوونکو ته معرفي شو

کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې١٧ مه
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ډاکټرعبداللطیف روشان، نن د جمهوري ریاست د دویم مرستیال قانونپوه سرور دانش له خوا د دغه وزارت کارکوونکو ته ورمعرفي او په کار یې پیل وکړ.
د لوړو زده کړو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په هغې غونډه کې چې د ډاکټر عبداللطیف روشان د معرفۍ په موخه د لوړو زده کړو په وزارت کې جوړه شوې وه، په کې د کلیو او پراختیا وزیر نصیر احمد دراني، له نشه يي توکو سره د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي، د بېلابېلو وزارتونو مرستیالانو، د ملي شورا غړو، د لوړو زده کړو وزارت رهبري پلاوي، د دولتي او خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو، استادانو، مدني ټولنو استازو او د لوړو زده کړو وزارت ګڼ شمېر کارکوونکو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په توګه د ډاکټر عبداللطیف روشان د ټاکنې په اړه د افغانستان د ولسمشر فرمان د چارو ادارې مرستیال فریدون الهام له خوا واورول شو.
ورپسې د جمهوري ریاست دویم مرستیال قانونپوه سرور دانش د هېواد په اقتصادي او فرهنګې وده کې د لوړو زده کړو وزارت پر ونډه خبرې وکړې او دغه ارګان یې د حکومت له اساسي ادارو څخه وباله.
د ولسمشر مرستیال وویل "د هېواد بنسټیزه پرمختیا د متخصصو کادرونو د روزنې پورې اړه لري او دا د لوړو زده کړو وزارت دنده ده، چې په بيلابېلو برخو کې علمي کادرونه وروزي او ټولنې ته یې وړاندې کړي. نوموړي زیاته کړه لوړو زده کړو وزارت باید د خپلو دقیقو او جامع پلانونو په طرح کولو سره په هېواد کې شته ستونزو ته ځواب ووایي".
سرور دانش وویل که څه هم په تیره یوه نیمه لسیزه کې د لوړو زده کړو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی، خو یو شمېر ستونزې شته چې د لوړو زده کړو وزارت نوې رهبري یې باید د حل لپاره په جدي ډول هڅې وکړي.
هغه زیاته کړه د اکاډمیکو مرکزونو مالي او سیاسي استقلالیت، تحصیلي نصاب  ته بیا کتنه او ارتقا، د استادانو د علمي ظرفیتونو دوامداره لوړول، د ټولنې له غوښتنو سره سم د تحصیلي بورسونو عادلانه ویش، په پوهنتونونو کې د علمي څیړنو لپاره د زمینو برابرول، د خصوصي پوهنتونونو څخه حمایت او نظارت او د پوهنتونونو له لارې د ملي وحدت رامنځ ته کول هغه موخې دي چې دغه وزارت یې باید د ترلاسه کولو لپاره هڅې وکړي.
په غونډه کې همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ډاکټر عبداللطیف روشان د لوړو زده کړو په برخه کې پر شته ستونزو خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې په خپل ټول توان سره به د یادو ستونزو د لمنځه وړلو لپاره هڅې وکړي.
لوړو زده کړو وزارت سرپرست وویل د پوهنتونونو د کیفیت لوړول، علمي څیړنو وده، د زده کړو متوازن پرمختګ، د مالي استقلالیت مقررې پلي کول، محصل محورۍ زده کړې، پوهنتونونو کې د ټولنې له غوښتنو سره سم  د نویو څانګو رامنځ ته کول، د فارغانو د استخدام په موخه د ډیپارټمنټونو او اړوندو ادارو تر منځ توامیتونو لاسلیکول، د کانکور نظام پیاوړتیا، د علمي کنفرانسونو جوړول، ماسټرۍ او دوکتور پروګرامونو پراختیا او د نړیوالو پوهنتونونو په قطار کې د افغانستان د پوهنتونو درول هغه موخې دي چې د خپل کاري ټیم سره په ګډه به یې د ترلاسه کولو لپاره هڅې وکړم.
نوموړي وویل: « د ۲۱ پیړۍ بدلونونو او حرکتونو ته په کتو سره لازمه ده چې د افغانستان د لوړو زه کړو نظام تحلیل شي، لازم اصلاحات په کې رامنځ ته شي او په سیستماتیک ډول پلي شي څو وتوانیږو پر بنسټ یې لنډمهاله، مینځ مهاله او اوږدمهاله ستراتیژیانې جوړې کړو».
ډاکټر روشان د لوړو زده کړو وزارت او پوهنتونونو کارکوونکي د قدر وړ وبلل او له هغوي یې وغوښتل چې خپلې تجربې ورسره شریکې کړي او د لوړو زده کړو وزارت د پروګرامونو په تطبیق کې ورسره همکاري وکړي.
په پای کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال سرور دانش او اړوندو ادارو مسؤلینو، د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ډاکټر عبداللطیف روشان تر خپل کاري دفتره پورې بدرګه کړ او نوموړي ته یې په خپلو چارو کې د بریا هیله وکړه. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته