امنیت

په قندهاراو زابل کې طالبانو ته دسردروند زيان اوښتى دى .

کابل / دليندې ٣مه / باختر :
دقندهار او زابل دولايتونو په ناامنو سيمو کې نن د طالبانو په سنګرونوهوايي برېدونه وشول .
په رارسېدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې دهېواد دهوايي ځواکونو په دې برېدونو کې  ١٤ ډار اچوونکي ووژل شول او ٦ نور ټپيان شول .
دهېواد په جنوب کې داتل قول اردو يو قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې برېدونوکې دقندهار په ميوندولسوالۍ اودروزګان ولايت دخاص روزګان په ولسوالۍ کې له ټولو جنګي وسايلو سره يې  دطالبانو ٦ پټنځي دړې وړې شوي دي .
خبرپاڼه زياتوي چې په دې برېدونوکې   ١٤ ډار اچوونکي طالبان ووژل شول او ٦ نوريې ټپيان شول .
ديوبل خبرله مخې ، په قندهار او زابل ولايتونو کې ديولړچاودنو مخه ونيول شوه . دقندهار او زابل ولايتونو پوليسو ددغو ولايتونو له ګڼ مېشتو لارو څخه ١٤ماينونه کشف اوشنډ کړل .
ختم _ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته