امنیت

په بغلان ولايت کې له دولت سره د يوې ډلې پاڅون کوونکو پيوستون

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٠
په ډنډ غوري کې د تروريستانو دځپلو په مقصد په بغلان ولايت کې لومړۍ ډله وګړني پاڅون کوونکي له دولتي ځواکونو سره يوځاى شول.
دبغلان ولايت د نهرين ولسوال عبدالفتاح هاتف د باختر آژانس خبريال ته وويل: دمحمد علي په مشرۍ د دغې ولسوالۍ ١٠٠ تنه اوسيدونکي د ډنډ غوري په ساحه کې د تروريستانو د ځپلو او د پلخمري ښار د دفاع په مقصد د وګړني پاڅون له لارې له خپلو وسلو سره له دولتي ځواکونو سره يوځاى شول.
د بغلان لايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول ذبيح الله شجاع له دولتي ځواکونو سره ددغو کسانو دپيوستون دتاييدولو په ترڅ کې وويل: د وګړنيو پاڅونونو رول د خلکو د امنيت او آرامۍ، د دښمنانو د ځپلو او د پوځي منسوبينو د روحيې د پياوړي کولو په کار کې اغيزه کړې ده او دا کار دتروريستانو د ظلم او زور زياتى او جنايتونو په پام کې نيولو سره وګړنيو پاڅونونو ته د دغې ولسوالۍ د نورو او سيدونکو د مخې کولو سبب هم کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته