فرهنګ

دځوانانو دچارو معين په شمشاد ټلويزيون دبريد عاملان دبيان دازادۍ دښمنان وبلل .

کابل باختر د لړم اوولسمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دځوانانو دچارو معين  ډاکتر کمال سادات په شمشاد ټلويزيون  دتروريستي بريد په غندلو سره ، دغه عمل  دافغانستان دخلکو اودبيان دازادۍ ددښمنانو کار وباله .
دځوانانو دچارو دمعينيت  دخپرونومديريت  باختراژانس ته خبرورکړ ،  دځوانانو دچارو معين نن دبيان دازادۍ  دملاتړاو دشمشاد ټلويزيون  له کارکوونکو سره  دهمدردۍ  په موخه  دځوانانو دچارو دمعينيت درضاکارانو دشبکې  يوشمير غړو په ملګرتيا  دغه شبکه وکتله .
سادات  ددغې کتنې په بهير کې  په لڼډو خبرو کې وويل:  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت تل  هڅه او هاندکړى دى  چې دمطبوعاتو دملاتړاو پياوړتيا په لاره کې  عملي ګامونه اخلي اودغه وزارت  په هېواد کې  دمطبوعاتو په لازياتې پياوړتيا او پراختيا باندې ټينګار کوي .
  له بلې خواهم  د شمشاد ټلويزيون  موسس او دامتياز خاوند فضل کريم فضل داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ملاتړ او همدردۍ له امله  دمننې په څرګندولو سره وويل:  ټلويزيون  يوه بې پرې رسنۍ ده او تل يې  هلې ځلې کړي دي چې ملي ، افغاني او اسلامي ارزښتونه په پام کې ونيسي . او په دې لاره کې  خپل رسالت  اداکړي .
ده دغه راز وويل چې دافغانستان دښمنان نه شي کولى چې په رسنيو او خبريالانوپه بريدونوسره  دبيان ازادي  خپه  کړي . 
  ختم_  ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته