ټولنه

مدني ټولنو د حکومت د کورنى او بهرنى سياست ملاتړ وکړ

کابل باختر د تلي اووه ويشتمه :
د پکتيا ولايت د ولايتي شورا غړو، ځوانانو، د قومونو مشرانو او مخورو او د مدني ټولنو غړو د حکومت د کورنى او بهرنى سياست د ملاتړ په مقصد د پکتيا پوهنتون په تالارکې  غونډه وکړه .
د پکتيا د ولايتي شورا منشي محمد رحمان قادري دباخترآژانس خبريال ته وويل: د هېواد جمهور رييس په خپل کورنى او بهرنى  سياست کې مثبت ګامونه پورته کړي دي چې له دې جملې څخه د سلما بند پرانستل، د ټاپي پروژې پيلول او له اسلامي ګوند سره د سولې د تفاهم ليک لاسليک کول او سولې ته د طالبانو رابلل هغه سياستونه دي چې موږ يې ملاتړ کوو .
دغه راز د ولايت مرستيال عبدالولي وويل چې دولت به ډير ژر په دغه ولايت کې د دوو سړکونو د جوړولو کار پيل کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته