ټولنه

دهرات دپوهنې درييس دموافقانو او مخالفانو ترمنځ دتاوتريخوالي حل

کابل باختر دوري شلمه :
دهرات ولايت مشايخ او مشران دهرات ولايت دپوهنې  درييس دمعترضينو اوملاتړو ترمنځ دتاوتريحوالي  دحل خبرورکوي .
دهرات والي ، دهرات دولايتي شورا رييس  دلويديځې  حوزې دعالمانو او روحانيونو دعالي شورا رييس او په ولسي جرګه او دهرات په ولايتي شورا کې دخلکو داستازو په ګډون يو زيات شمير مخورو اومشايخو نن په يوه خبري  غونډه کې ټينګار وکړ چې دخلکو ترمنځ هيڅ راز اختلاف شتون نه لري .
دهېواد دلويديځې  حوزې دعالمانواو روحانيونو  دعالي شورا رييس شيخ الحديث  مولوي خداداد صالح په دې  خبري غونډه کې وويل ځينوماجرا غوښتوونکو او  فرصت غوښتوونکو  کسانو غوښتل چې  دهرات دخلکو له مدني حرکت  څخه  سياسي ګټه پورته کړي چې له نيکه مرغه دولايت دمشرتابه هيئت او له مرکز څخه داستول  شويو هيئتونو په هڅو سره توطيه شنډه شوه .
دهرات دولايتي شورا رييس کامران  عليزايي  هم د تاوتريخوالي دحل خبرورکړ او دهراتيانو دشکايتونو دڅيړنې په خاطر  يې دهيئت دموظف  کولو په کار کې  دجمهوري رياست دعالي مقام او دولسي جرګې دجديت له امله قدرداني وکړه .
ده دغه راز له هغوخلکو  څخه چې ټاکل شوې وه ددوشنبې  په ورځ دهرات ولايت  دپوهنې درييس  پرخلاف مظاهره  وکړي وغوښتل چې په هيڅ صورت دې په دې خاطر  اعتراض او غونډه ونه کړي .
  دولسي جرګې  غړي  فرهاد مجددي هم ددغې قضيې  دحل کولو په خاطر دګډو هڅو له امله قدرداني وکړه او ويې ويل  چې دخلکو ترمنځ رامنځته شوى واټن له منځه تللى دى ځکه دخلکو ترمنځ ډيره مهمه مسئله  يو والى او پيوستون  دى
له بلې خوا دهرات دپوهنې رييس عبدالرزاق  احمدي هم اعلام وکړچې په عدلي اوقضايي بنسټونو کې  دطرحه شويو ادعاګانو په اړوند هر راز ځواب ويلو ته چمتو دى .
  داپه داسې حال کې ده چې دجمهوري رياست او دولسي جرګې له خوا استول شويو هيئتونو هم پرون هرات ولايت ته په سفر کې ددغه ولايت دپوهنې درييس له ملاتړو اومخالفانو سره وکتل . 
ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته