ښوونه او روزنه

جمهور رئیس غني د پکتیا ولایت ښوونکو ته: تر ټولو اساسي کار تاسې کوئ او هغه بشري پانګونه ده

کابل باختر دوري د مياشتې ١٣ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پکتیا ولایت ته د خپل سفر په دویمه ورځ نن سهار د دغه ولایت د پوهنتون له یو شمېر استادانو او د ښوونځیو له ښوونکو سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغه کتنه کې د عبدالحی ګردیزي لیسې استاد د نورو ښوونکو په استازیتوب خبرې وکړې ويې ویل، په ۱۳۹۶کال کې یې د معارف په برخه کې ښې لاسته راوړنې درلودې، ۶۰۰ښوونکي د ازاد رقابت له لارې ښوونځیو ته جذب شول چې ۲۰۰تنه یې ښځې دي.
هغه زیاته کړه، د ښوونکو لپاره روزنیز کورسونه جوړ او یو شمېر ښوونځي ترمیم شوي دي چې له ۱۵غیر فعالو ښوونځیو څخه یې څلور د والي او خلکو په مرسته بیا پرانیستل شول او په نوي کال کې یې ښوونځیو ته زرګونه زده کوونکي جذب شوي دي.
محمداصف زیار، په بېلابېلو برخو کې د ښوونکو ستونزې بیان کړې، وې ویل: پکتیا ولایت کې له اویاوو څخه زیات ښوونځي ودانۍ نه لري او زیات ښوونځي یې د درسي کتابونو، چوکیو او لابراتوار له کمښت سره مخ دي.
هغه د سواد زده کړې کورسونه، استادانو ته تحصیلي بورسونه او د ښوونکو د ښارګوټي د ستونزې د حل غوښتنې وکړې.
ورپسې د پکتیا پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي یو تن استاد پوهندوی یارمحمد پکتین د نورو استادانو په استازیتوب خبرې وکړې، وې ویل: دا چې پکتیا ولایت لومړۍ درجې ولایت ته ارتقا کړې ده؛ نو په کار ده چې د دغه ولایت ټولې ادارې د پوهنتون او د لوړو زده‌کړو د موسساتو په شمول لومړۍ درجه امتیازاتو څخه برخمن شي.
هغه پکتیا پوهنتون ته د هوايي ډګر د ځمکې انتقال، د استادانو د ظرفیت لوړول، د شرعیاتو، کمپوټر ساینس او وترنرۍ پوهنځيو جوړول او د کرنیز او حیواني څیړنیز فارم جوړولو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه د پکتیا د کادري روغتون ودانۍ دې جوړه، د استادانو د کموالي ستونزه دې حل او د هغوی لپاره دې د ماسټری بورسونه په پام کې ونیول شي.
جمهوررئیس غني د هغوی د خبرو له اورېدو وروسته، په دې خاطر چې استادانو او ښوونکو ورسره خپلې لاسته راوړنې او ستونزې په وضاحت بیان کړې، مننه وکړه، وې ویل: د پوهنې په برخه کې اساسي بدلونونه راغلي ځکه خو روان کال د پوهنې په نوم نومول شوی دی.
جمهوررئیس استادانو او ښوونکو ته په خطاب کې وویل، تاسې تر ټولو اساسي کار کوی او هغه بشري پانګونه ده او موخه مو د راتلونکو نسلونو روزنه ده.
جمهوررئیس وویل: د پکتیا والي ته زما لارښوونه دا ده چې په ټولو ولایتي غونډو کې د ولسوالیو د پوهنې مدیرانو ته د ګډون زمینه برابره کړي او د ښونځیو د ودانيو د کموالي ستونزه به د کلیو او پراختیا وزارت  په اساسي ډول حل کړي.
د هېواد جمهوررئیس د پکتیا والي ته لارښوونه وکړه چې د پکتیا پوهنتون ته د هوایي ډګر د ځمکې د انتقال وړاندیز دې د منظورۍ لپاره ترتیب کړي او زیاته یې کړه چې د کرنې او حیواني تحقیقاتي فارمونو ستونزه هم په اساسي توګه حل کېږي.
جمهوررئیس غني وویل، په راتلونکو دوو کلونو کې به په هره ولسوالۍ کې مسلکي ښوونځي جوړ شي او د کلیو او پراختیا او کرنې وزارت ته یې لارښوونه وکړه چې له استادانو او ښوونکو سره دې دغسې ناستو ته تر هغو دوام ورکړي څو ټولو ستونزو ته یې رسیدګۍ وشي او عملي نتایج ترلاسه شي.پاى _ ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته