روغتیا

په تېرو ٢٤ ساعتوکې په هېواد کې د کرونا ويروس د مړينې پېښه نه ده ثبته شوې

– کابل /د سلواغې ٢٨مه /باختر
د عامې روغتيا وزارت په هېواد کې د کرونا ويروس د ٢٢ مثبتو پېښو د ثبتولو خبرورکړ.
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې ؛ په هېواد کې په تېرو ٢٤ ساعتوکې د کرونا ويروس د نويو پېښو په ثبتولو سره په دغه ويروس د اخته کسانوشمېر ٥٥٥٤٠ تنوته رسېدلى دى او د روغو شويوکسانوشمېر ٤٨٥١٣ تنوته رسېدلى دى .
د عامې روغتيا وزارت مسوولين له خلکو غواړي چې وقايوي تدبيرونه رعايت کړي چې د دغې ناروغى د زياتې خپرېدو مخه ونيول شي .
ختم – ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته