سیاست

اجراييه رييس له سياسي مشرانو او شخصيتونوسره په کتنه کې: د سياسي موافقه ليک د تطبيق زيات او کم نه غواړو؛ خپل چلند بدلوو.

کابل باختر د زمري پنځه ويشتمه :
اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله په هېوادکې د وروستيو بدلونونو او پيښو په باره کې د جهاد او مقاومت له مشرانو او قوماندانانو، د ملي شورا له استازو او د هېواد له علمي او فرهنګي شخصيتونوسره وکتل.
د اجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې پرون په سپيدارماڼۍ کې ترسره شوه؛ اجراييه رييس له دې امله چې يوځل بيا د هېواد په سلګونو شخصيتونو او مشرانو د ده غږ ته مثبت ځواب ويلى  دى؛ مننه او قدرداني وکړه.
د هېواد اجراييه رييس وويل: د ملي وحدت د حکومت جوړيدل د هغې قربانۍ نتيجه وه چې تاسو دوه کاله مخکې ورکړه، هغه قرباني چې ډيره درنده او سخته وه. که چيرې دغه قرباني نه واى، افغانستان به نن په بل حالت کې و .
ده د افغانستان له خلکو څخه د بخښني په غوښتنې سره وويل: په وروستيو دووکلونوکې لکه څنګه چې لازمه وه؛ ومې نه کړى شول چې د تاسو غوښتنې او آرمانونه ترسره کړم، خو هغه لاره چې موږ په دووکلونوکې ووهله؛ له بحران څخه د افغانستان د ژغورنې لاره وه.
  ډاکترعبدالله د انتخابات په بهير او له هغه وروسته د خلکو دريدو ته په اشارې سره وويل: تاسو د خلکو د آرمانونو د تحقق په لاره کې خپلې ميړانې او سربندنې په عمل کې ثابتې کړې.
د هېواد اجراييه رييس په خپل انتخاباتي ټيم د خلکو اعتماد ډيره ستره معنوي پانګه وبلله او ويې ويل: ستاسو دريدو نوې پاڼه اړولې ده، خو له بده مرغه په وروستيو دووکلونوکې ستاسو غوښتنې او هيلې ترسره نه شوې .
ده تېر دوه کلونه د يوه تاريخي پړاو په توګه وبلل او ويې ويل چې په دغو دووکلونوکې مو زغم غوره کړ، ډاډ يې ورکړ چې له دې وروسته به د خلکو د خولو تويدل او هلې ځلې په اوبو لاهو نه شي.
ډاکتر عبدالله عبدالله په دې  ستره غوڼده کې په دې بيان سره چې نن د افغانستان ټول خلک دې ته سترګې په لاره دي چې د هېواد برخليک  کوم ځاى ته ځي؟ وويل: دوه ټکي له هغو ستونزو سره سره چې په تيرو دووکلونوکې شتون درلود؛ تاسې بيا دلته ياست او دا د جهاد او مقاومت او د افغانستان د شهيدانو  او خلکو له آرمانونوسره ستاسو ژمنه ښيي  .
ده وويل چې نن دلته داسې څيرې وينم چې په تيرو دووکلونوکې له هغوى سره د کتنې زمينه نه وه برابره شوې؛ تل د رښتيني استازيتوب ترڅنګ او د ټولنې په متن کې له شتون سره خوښ وم، نه د ظاهري استازو ترڅنګ له شتون څخه .
  د هېواد اجراييه رييس د تيرې پنجشنبې په ورځ خپلو څرګندونو ته په اشارې سره وويل: هغه څه چې مې د پنجشنبې په ورځ  طرحه کړل؛ د احساساتو، عواطفو، قهر او د شخصي غوښتنې او مبالغې زيږنده نه وو؛ هغه واقعيتونه و چې شتون يې درلود او خلک بايد په دې پوه شوي واى چې ستونزه په کوم ځاى کې ده.
ډاکتر عبدالله عبدالله زياته کړه: ترهغه وخته پورې مې چې فکر وکړ، کولاى شم ستونزه له خلکو سره د هغې له طرحه کولو پرته حل کړم، درد او کړاو مې په يوازيتوب سره وزغمل؛ خو داسې ځاى ورسيد چې ضروري ده خلک د حالت په باب خبر شي.
ده تينګار وکړچې په تيرو دوو کلونوکې هم دخلکو په غوښتنو او آرمانونو ژمن و.
دهېواد اجراييه رييس وويل چې نن کار هغه ځاى ته رسيدلى دى چې بايد د خپل کار چلند او څرنګوالى بدل کړو، ځکه له دې زيات خلک د حالت د زغم توان نه لري .
ډاکترعبدالله څرګنده کړه: زموږ غوښتنه د ملي وحدت د حکومت د تشکيل د سياسي موافقه ليک تطبيق دى؛ له دې څخه زيات او کم څه نه غواړو .
  ده ټينګار وکړ چې د دوى دغه غوښتنه زياته غوښتنه نه ده .
ده وويل چې د سياسي موافقه ليک تطبيق د هېواد د پايښت او ثبات ضامن دى.
  ډاکتر عبدالله د هېواد مشرانو او شخصيتونو ته په خطاب کې وويل: له هغو ټولو ملامتيو سره سره چې طرحه کيږي؛ په وروستيو دوو کلونوکې زما زغم او حوصلې او صبر ته هرومرو نمره ورکوئ، ځينې کسان اعتراض لري چې ولې د تيرو دووکلونوپه بهيرکې خپل غږ پورته نه کړ؟ خو حق راکړئ چې په دوو کلونوکې مو بايد په حوصلې سره ګام اخستى واى.
  خو اجراييه رييس وويل چې په دې  موده کې  چا د ده د زغم  او حوصلې قدرت نه درلود.
اجراييه رييس زياته کړه: خو موږ يو بنسټ کيښود؛ په  يوه بله فضا او وخت کې د خلکو نظر او قضاوت به په بل ډول وي.
ډاکتر عبدالله په تيرو دوو ورځوکې له سياسي مشرانو او شخصيتونو سره خپلو کتنو ته په اشارې سره وويل چې په دغوکتنوکې په دې موضوع ټينګار و چې نور بايد د سياسي موافقه ليک په اجراکولوکې ښوئيدنه شتون ونه لري .
ده په دې بيان سره چې رياست او صدارت د خلکو له آرمانونو او غوښتنو سره معاوضه نه کوي؛ وويل چې په دې تاريخي او معنوي غونډه  کې يو نوى پړاو پيل شوى دى او له دې وروسته به زما د شخصيت يو بل اړخ ووينئ.
ده څرګنده کړه چې د سياسي موافقه ليک په تطبيق د ده ټينګار د ده شخصي او فردي غوښتنه نه ده؛ بلکې  دا د خلکو غوښتنه ده .
ده وويل: نن له تاسو سره ژمنه او ميثاق نوى کوم .
اجراييه رييس وويل چې له جمهور رييس سره د کتنې  په وخت کې به د خلکو ټولې غوښتنې په صراحت سره طرحه کړم او که چيرې د لارې په دوام له ستونزې او خنډ سره مخامخ شي؛ نور به فردي تصميم ونه نيسي او د هېواد شخصيتونه او استازي به راټول کړي او تصميم به ونيسي .
ډاکترعبدالله عبدالله په دولت کې له فساد سره د مبارزې له مسئلې څخه سياسي استفادې ته په اشارې سره وويل: که چيرې چاغوښتې وي دبشر له حقوقو او د ښځو له حقوقو څخه په ناوړې استفادې سره په کارونولاس پورې کړي؛ موږ به اجازه ورنه کړو . 
اجراييه رييس زياته کړه: موږ به هغه فساد چې دوام لري او د حکومت د ځينو مشرانو کورنۍ او خپلوان پکې ونډه لري ، خبر يو، موږ د بشر له حقوقو او د ښځو له حقوقو سره خپله ژمنه کلونه کلونه مخکې ثابته کړې ده . 
اجراييه  رييس هغه  بشر دوستانه چلند ته اشاره وکړه چې د جهاد او مقاومت په دوران کې له بنديانو او اسيرانو سره شتون درلود.
ډاکتر عبدالله ټينګار وکړ: که چيرې چا زموږ حوصله، صبظ او حکمت د تير وتلو په مانا تصورکړى وي؛ تير وتنه کوي .
ده وويل چې د خلکو د حق له ترلاسه کولو سره زموږ ژمنه خلل نه منوونکې ده .
دهېواد اجراييه رييس په دې غونډه کې زياته کړه چې را روانه لاره د خلکو د غوښتنو او د حق د تحقق په باب له ډاډ سره په ګډه تعقيبوو .
ډاکتر عبدالله عبدالله په نظام کې د قانون د واګمنۍ په اصل کې په ټينګار سره وويل چې په خپله لاره کې به له هغو ستونزو او خنډونو له شتون سره سره چې شته؛ په ډاډ سره پرمخ لاړ شو او هېوادبه وروستي هدف ته ورسوو .
ډاکتر عبدالله عبدالله وويل چې خاورو ته د دين د خادم امير حبيب الله کلکاني د سپارلومسئله د هېواد د مشرانو په کچه طرحه کړې ده او د ده د مړي پاتې شونې به د خلکوله غوښتنې سره سمه په عزت سره خاورې ته وسپارو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته