ټولنه

په کندزکې د وارداتي بريښنا ويجاړ شوې پایه جوړه شوه او د بريښنا د مزو تړل یې دوام لري

کابل/ باختر د وږي د میاشتې ۵ مه
د افغانستان بريښنا شرکت د لوړ ولتاژ او کندز بريښنا تخنیکي او فني ټیمونو د پرله پسې هڅو سره وتوانیدل چې د کندز په الچین سیمه کې د جګړې له امله تخریب شوې د بريښنا پایه و دروي.
د بريښنا شرکت د نشراتو او عامه پوهاوي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
دغه راز په دې سیمه کې د بريښنا د پرې شویو مزو د تړلو لړۍ په شدت سره دوام لري او ډیر ژر به د بغلان، پروان، کابل او میدان ښار بريښنا عادي حالت ته را وګرځي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان بريښنا شرکت د غوره رهبرۍ او مدیریت په لرلو سره توانیدلی چې د کابل بريښنا د ازبکستان د وارداتي بريښنا له مزي څخه برابره او د کابل ښاریانو د بريښنا ستونزه تر یوه بریده هواره کړي.
د افغانستان بريښنا شرکت د یو خپلواک او بې پلوې شرکت په توګه تل هڅه کوي څو ټولو هیوادوالو ته په وخت، معیاري او بې پرې خدمتونه وړاندې کړي او له تاسو هیوادوالو څخه هم هیله کوو چې د افغانستان بريښنا شرکت د بنسټونو په ساتلو او جوړولو کې چې د ټولو ګډه (ملي) شتمني ده، همکار او مرسته کوونکي اووسئ.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته