امنیت

دطالبانو له خوا ايښودل شوي ماين يوه ښځه او يو ماشوم ووژل

کابلباختر د وري ٢٠ مــــــــه

په پکتيا ولايت کې د يو ماين د چاودنې له امله د يوې ښځې او يو ماشوم په ګډون درې تنه ووژل شول

 دغه پيشه نن سهار د زر ملى ولسوالۍ په مربوطاتو کې له هغه وروسته وشوه چې د ملکى وګړو سپرلۍ يو موټر د وسله والو طالبانو له خوا په ايښودل شوى ماين و خوت

 په بګرام کې د ميشتو ا مريکا يي ځوا کو نو د پوځى اډې درسنيو دفتر باختر اژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي چې په دې پيښه کې يوه ښځه ، يو ماشوم او ددغه موټر چلوونکى وژل شوي دي

دا په داسې حال کې ده چې پرون هم دپکتيا او خوست په ولايتو نو کې په ورته پيښو کې درې تنه افغان پوځيان او درې تنه ملکى وګړي ووژل شول اوڅلورتنه نورټپيان شول

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته