امنیت

د پکتيا په يو روغتون د طالبانو د راکټي بريد له امله اووه تنه ټپيان شول

کابل- باختر د غبرګولى دمياشتې ٢٠
د پکتيا ولايت د څمکنيو ولسوالۍ په يوه سيمه ييز روغتون د توغندي د لګيدو له امله ٧ تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
د ځمکنيو ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال محمدحسن د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه توغندي تېره ماښام د طالبانو له خوا د غوڅکي له سيمې څخه توغول شوي و چې د شهرک په ساحه کې د څمکنيو ولسوالۍ په ملکي روغتون لګيدلي دي.
د امنيه قوماندن د څرګندونو له مخې: د دغه توغندي د لګيدو له امله دوه تنه ماشومان، يوه ښځه او څلور تنه نارينه ټپيان شول چې د درملنې لپاره روغتون ته وليږدول شول.
امنيه قوماندان وويل: په دغه روغتون د توغندي د لګيدو له امله د روغتون ځينې ساحې ويجاړې شوې دي، خو د روغتون ډاکترانوته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته