امنیت

په هلمند کې د طالبانو پر سنګرونو بريدونه وشول

 کابل / د وري ٣٠مه / باختر
يوولس وسله وال طالبان په هلمند کې د نويو هوايي او ځمکنيو بريدونو په بهيرکې  ووژل شول او ٧ نوريې ټپيان شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه د لښکرګاه ښار ته څېرمه او د سنګين ولسوالۍ په مربوطاتوکې بريدونه وشول.
پر دغو طالبانو له هغه وروسته هوايي او ځمکني بريدونه وشول چې پر څو امنيتي پوستو يې بريدونه وکړل.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يوه جګپوړي مقام باختر آژانس ته وويل چې په بريدونوکې ١١ وسله وال طالبان وژل شوي او ٧ نور يې ټپيان شوي دي.
د يو بل خبر له مخې:
پوليسو د هلمند له ګڼ مېشتو لارو څخه د ١٣ ماينونو په کشف سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته