کابل – باختر دکب دمياشتې ١٥
په غزني ولايت کې د هاوان د يوې سرګلولې دچاودنې له امله دوه تنه ماشومان ووژل شول.
دغه پيښه پرون ناوخته د غزني ښار د توحيد آباد دناحيې داستوګنې په يو کور کې هغه وخت رامنځته شوه چې ماشومانو د هاوان له سرګلولې سره لوبې کولې.
د غزني د والي مرستيال محمدعلي احمدي باختر آژانس ته وويل :
چې په دې چاودنه کې دوه تنه ماشومانو ووژل شول تر اوسه روښانه نه ده چې
د هاوان دغه ماين له څه وخت څخه په دغه کورکې موجودو اويا هم ماشومانو هغه له بهر څخه کورته راوړى و.
0 د یوې دقیقې څخه لږ