امنیت

د طالبانو يو مهم قوماندان په تخارکې ووژل شو

کابل/ د مرغومي ٢مه/ باختر
د وسله والو طالبانو يو سرګروپ له درېيو ملګرو سره يې تېره شپه د افغان پوځيانو په عملياتوکې ووژل شو.
د٢٠٩شاهين قول اردو وياند باختر آژانس ته وويل: قاري فيض الله له درېيو ملګرو سره يې د دغه ولايت په اشکمش ولسوالۍ کې د پامير ٣٠٨ په نامه پوځي عملياتوکې  ووژل شو او دوه نوريې ټپيان شول.
خبرځاي زياته کړه: دغه چاڼيزعمليات دوه ورځې مخکې په دې ولسوالۍ کې ترسره شوي وو او تر اوسه ١٠ کلي په کې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي او عمليات دوام لري.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته