سیاست

د ناتو عمومي منشي: ناتو د افغانستان د هوايي پوځ د پراختيا په حال کې ده

تهران ايرنا باختر دغبرګولي دمياشتې  ٨ :
د شمالي اتلانتيک د تړون سازمان (ناتو) عمومي منشي ينس استولتنبرګ وويل  چې دغه سازمان د افغانستان د هوايي پوځ د پراختيا په حال کې دى او تر اوسه پورې يې په دې برخه کې زيات پرمختګونه کړي دي.
باختر آژانس د ايرنا د خبري آژانس له خولې خبر راکړ:
استولتنبرګ د يوې مرکې په ترڅ کې زياته کړه چې د افغانستان هوايي پوځ همدا اوس زيات هليکوپټرونه، جنګي الوتکې او پيلوټان په واک کې لري او ځانګړي ځواکونه يې په ښه توګه روزلي دي، خو لا تراوسه پورې هم له فساد سره د مبارزې لپاره ښې رهبرۍ ته اړتيا ده.
ده زياته کړه چې په افغانستان کې اداري فساد د دغه هېواد پوځي ځواکونه کمزوري کوي او د ناتو د تړونوالو په  سياسي ملاتړ باندې به هم اغيزه ولري .
استولتنبرګ وويل چې ناتو له افغانستان سره د مرستو په بدل کې د دغه هېواد  له حکومت څخه  غواړي چې د پياوړو او باوري بنسټونو د جوړولو لپاره په جدي توګه د اصلاحاتو په رامنځته کولو او له اداري فساد سره په مبارزې اقدام وکړي.
د ناتو عمومي منشي زياته کړه چې افغانستان زيات پرمختګونه کړي دي، خو د ده په خبره دغه پرمختګونه کافي نه دي.
د ناتو غړي هېوادونه د تيري چهارشنبې په ورځ د بلجيم په پايتخت بروکسل کې په افغانستان کې د دغه سازمان د پوځيانو د ماموريت او له دغه هېواد سره د مرستې په دوام موافقې ته ورسيدل.
د امريکا د دفاع وزارت ژمنه کړې ده چې تر راتلوونکو څلورو کلونو پورې شپيته پوځي امريکايي هليکوپټرونه افغانستان ته سپاري.
دغه راز هند هم تېرکال له افغانستان سره د څلورو  روسي پوځي هليکوپټرونو مرسته وکړه.
دغو پوځي مرستو د دولت له مخالفو وسله والو ډلو سره په مقابله کې د افغانستان د هوايي پوځ وړتيا پياوړې کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته