امنیت

په کابل کې د يوې جرمي شبکې سرګروپ ونيول شو

کابل/باختر/ د چنګاښ ۶ مه
  پوليسو په کابل کې د يوې جرمي شبکې سرګروپ ونيو.
د کورنيو چارو وزارت د وياند دفتر سرپرست  نصرت رحيمي باختر آژانس ته وويل: په عابد بيني مشهور عابد چې د کابل په بېلابېلو ناحيوکې د څو جرمي پېښو عامل دى او په کابل کې يې د يوې جنايتکارې شبکې مشري کوله؛ پرون ونيول شو.
عابد بيني د هغو سازمان موندلو جنايتکارانو په ليست کې شامل دى چې د کورنيو چارو وزارت يې خپور کړى دى او په ليست كي د نورو مجرمينو د نيولو لپاره هڅې دوام لري.
ختم – شكريه – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته