سیاست

ګډه خبري اعلامیه

-کابل باختر د لړم نهمه
د روسیې فدراتیف جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ښاغلی نیکولای پتروشف د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په رسمي بلنه له ورسره پلاوي سره نن کابل ته را ورسېد.
دملي امنيت شورا مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ.
دواړو لوریو په سیمه کې د دوو مهمو شریکانو په توګه د دوه اړخیزو همکاریو د ښه والې او پراختیا پر بیلابیلو اړخونو خبرې وکړې.
دکتنې په ترڅ کې د سیمه ییز امنیت او ثبات په اړه ژور بحثونه وشول او هغه ګواښونه یې و څیړل چې دواړه هېوادونه او سیمه ورسره مخامخ دي.
دواړو لورو په سیمه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې او دوامدارې مبارزې پر اړتیا سربیره د نشه یي توکو  قاچاق د سیمې د بې ثباتۍ اصلي فکټور و باله او دواړو لورو هوکړه وکړه، چې د مخنیوي په موخه به یې مشترکه مبارزه کوي.
دوی همدارنګه د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي همکارۍ په سیمه کې د سولې، ثبات او پرمختګ له پاره بنسټیز عنصر و باله او د ګډو اقتصادو برنامو پر ایجاد یې ټینګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته