کابل باخترد ثور دمياشتې ٣٠ :
دپوليسو دوه تنه مامورين په بغلان ولايت کې د وسله والو طالبانو دبريد په بهيرکې ووژل شول .
په دغو پوځيانو نن سهار په اتو بجو کله چې دخپلې قرارګاه په لور روان وو؛ د زاړه بغلان په ساحه کې دطالبانو له خوا بريد وشو او ووژل شول.
د زاړه بغلان د ولسوالۍ امنيه قوماندان غلام سخي رستاقي باخترآژانس ته وويل: دغه امنيتي مامورين دخپلې اعاشې د ترلاسه کولو په مقصد تللي و چې دلارې په اوږدو کې دطالبانو له کمين سره مخامخ شول او ووژل شول.
ددغه امنيتي مسوول دڅرگندونوله مخې: پوځيانو په دغو سرتيرو دبريد دعاملينو د پيژندلو اونيولو لپاره عمليات پيل کړي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ