کابل باختر دکب څلورمه :
په لوګر ولايت کې نن له دوو روغتيايي مرکزونوسره دنږدې سلو زرو ډالرو په ارزښت د طبي وسايلو مرسته وشوه .
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې ، دکف موسسې ولايتي مسوول ډاکتر عاشق الله مجيدي وايي چې دنړۍ دروغتيايي سازمان له خوا دنږدې سلو زرو امريکايي ډالرو په ارزښت د اکسرې ديو ديجيتلي ماشين ، دالتراسوند ديو ماشين ، دانستيزى يوماشين ، د مړو دساتنې لپاره ديو يخچال ، د اي سي جي يو ماشين ، دشاک ديو ماشين او يوشمير نور ضروري وسايل دنايب امين الله خان له سل بستريز روغتون او دبره کي برک ولسوالۍ له دوه شپيته بستريز روغتون سره مرسته شوې ده .
دنايب امين الله خان دروغتون يو موظف ډاکتر احمد الله وايي چې پخوا ناروغ لرونکو د اکسرې دديجيتلي عکسونو داخستو لپاره شخصي کتنځيو ته ورتلل . چې اوس ددوى دغه ستونزه حل شوې ده .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل