سیاستخبرونهTOP

د نوي حکومت په رسمیت پېژندل او د شتمنیو ازادېدل د افغانانو مشروع حق دی

کابل / د کب ۲۰ مه / باختر
د ترکيې په آنتالیا ښار کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د قطر د بهرنيو چارو له وزير او د رئیس الوزراء مرستيال شيخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او د امريکا ځانګړي استازي ټام ويسټ او ورسره مل پلاوي سره درې اړخېزه ناسته وکړه.
په دې غونډه کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزير ملا خيرالله خيرخواه هم ګډون درلود.
ګډونوالو د آنتالیا فورم د رابطو د پرمختګ لپاره يو ښه فرصت وباله .
د افغانستان پلاوي د خپل هېواد حالات تر بل هر وخت له نړیوالو سره د مثبت او دیپلو ماتیک تعامل لپاره مساعد وبلل او زیاته یې کړه چې د افغانستان د نوي حکومت په رسمیت پېژندل او د شتمنیو ازادېدل د افغانانو مشروع حق دی او له همدې سره یې سیاسي اړیکې او اقتصاد وده کوي.
د قطر د بهرنيو چارو وزير په افغانستان کې د قطر او د امریکا د متحده ایالاتو په دیپلوماتیک ماموريت خبرې وکړې او ورته ناستې یې د طرفونو په ګټه وبللې. همدارنګه د امریکا د متحده ایالاتو استازي هم د افغانستان په اړه د خپل هېواد په راتلونکې پالیسي رڼا واچوله او زیاته یې کړه: دوی هڅه کوي چې د افغانستان اقتصاد په پښو ودریږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته