ښوونه او روزنه

په تيرو څلورو کلونو کې په بدخشان کې دښوونځيو ديوسلو اتيا ودانيو جوړول

کابل باختر د مرغومي دمياشتې  ١٦ :
په تيرو څلورو کلونو کې په بدخشان کې پوهنې  زياته وده کړې ده.
دغه ټکى دبدخشان ولايت سرپرست شاه ولي الله اديب دباخترآژانس خبريال ته  څرګند کړ او ويې ويل په تيرو څلورو کلونو کې په بدخشان کې  دلسګونو ښوونځيو دبنسټ د ډبرو د ايښودلو شاهدان يو  اوپه دې لاره کې يې  ترسره شوي کارونه   بې ساري وبلل او زياته يې کړه چې  دبدخشان ولايت پوهنه  لا تراوسه پورې هم دودانيو دکمښت او دمسلکي  ښوونکو دنشتوالي له پلوه  له ستونزو سره مخامخه ده   او هغه کارونه چې تراوسه پورې ترسره شوي دي   ونه کړاى شول  چې دبدخشان و لايت د زده کوونکو اړتياو ته ځواب ووايي.
په بدخشان کې شپږ سوه اووه څلويښت ليسې  ، منځني  اولومړني ښوونځي شته  . ويل کيږي   چې  زياتره دغه ښوونځي لا تراوسه پورې ودانۍ نه لري.
زده کوونکي په پرانستې فضا اويا هم  ترخيمو لاندې  خپلو زده کړو ته دوام ورکوي چې ددغه حالت دوام کولاى شي د زده کوونکو روزنيز بهيرته زيان  ورسوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته