کابل / دمرغومي ١٣مه / باختر :
څلور وسله وال طالبان په لغمان کې ددوى دبمونو په چاودنه کې ووژل شول .
درارسېدلو خبرونوله مخې ، دغو طالبانو نن سهار غوښتل په مهترلام ښارکې يوه ښوونځى ته څېرمه بمونه ځاى پرځاى کړي چې بمونه ددوى په لاسونوکې وچاودېدل او په خپله ووژل شول .
دهېواد په ختيځ کې دسېلاب قول اردو باختراژانس ته وويل چې په دغوچاودنو کې څلور ماين ښخوونکي طالبان ووژل شول .
په خبر کې ويل شوي دي چې په دغوچاودنو کې دښوونځي ودانۍ او نوروکسانو ته زيان نه دى اوښتى .
طالبانوتراوسه پورې په دې اړوندڅه نه دي ويلي .
ختم_ عطاالله_ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ