امنیت

دوه تنه ماين ښخوونکي د ماين ښخولو په وخت کې ووژل شول.

کابلباختردجوزا٢٦
دوه تنه ماين ښخوونکي طالبان نن په فارياب ولايت کې دخپلوماينونو د چاودنې له امله  ووژل شول .
دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې يو له دغوماينونو څخه دقيصار ولسوالۍ په يوه ګڼ ميشته لاره کې دښخولو په وخت کې وچاوديد.
دفارياب ولايت يوامنيتي مقام باختراژانس ته وويل چې دغه طالبان دماين ښخولو په وخت کې ديوماين د چاودنې له ا مله ووژل شول .
ددغه امنيتي مقام دڅرګندونو له مخې، طالبانو ددغه ماين په ښخولوسره غوښتل چې يوه بله ترورستي پيښه را منځته کړي .
له بلې خوا دفارياب سيمه ييز مقامات وايي چې د ميمنې ښار ته څيرمه د افغان پوځيانو په عملياتو کې درې تنه وسله وال طالبان نيول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته