سیاست

په افغانستان کې دسوله ييزې راتلوونکي لپاره داسلامي همکاريو نړيوال کنفرانس سبا پيليږي

کابل  باخترد کب  دمياشتې  ١٣ :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت نشراتي معين مبارز راشدي نن دافغانستان دسوله ييزې راتلوونکي  لپاره داسلامي همکاريو په دريم نړيوال کنفرانس کې  دګډون په مقصد له کابل څخه ترکيې ته روان شو.
ترکيه دافغانستان دسوله ييزې راتلوونکي لپاره  داسلامي همکاريو  ددريم نړيوال  کنفرانس کوربه دى.
دکابل له نړيوال هوايي ډګر څخه دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، ددغه کنفرانس اساسي هدف داسلامي هيوادونو له اسلامي تعليماتو او تجربو څخه په استفادې سره په افغانستان کې په سولې دښه رسيدو دلارې دموندلو په خاطر  داسلامي هيوادونو له مشهورو او جيدو عالمانو سره  دافغاني ديني عالمانو اودمدني ټولنې دغړو خبرې اترې دي.
دافغانستان  دسوله ييزې راتلوونکي لپاره داسلامي هيوادونو دنړيوالو همکاريو  لومړي کنفرانس تيرکال دترکيې په استانبول ښارکې دنوي تنو مشهورو ديني عالمانو اودمدني ټولنې دغړو اوداسلامي کنفرانس درييس، دالازهر پوهنتون درييس ، داستانبول دمفتي اعظم اود اندونيزيا ، بوسنيا ، سعودي عربستان ، پاکستان ، هندوستان او متحده عربي اماراتو دهيوادونو دمشهورو عالمانو په ګډون جوړ شوى و.
دغه کنفرانس سبا په استانبول کې پرانستل کيږي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته