سیاست

د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال د ترکیې پولیسو له مرستیال او ورسره پلاوي سره وکتل

کابلباختر د وري د مياشتې ٢٦ مه
د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال، ستر امنیتي او اداري معین د ترکیې پولیسو له مرستیال ښاغلي ادیم چاکیجي او ورسره پلاوي سره وکتل.
د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې لومړی دواړو لورو د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې، د ملي پولیسو په ځانګړې توګه د ښځينه پولیسو ښوونې او روزنې ته د لا پاملرنې، په ترکیه کې له افغان مهاجرینو سره د ترکيې پولیسو له لورې د ښه چلند کولو او د انټرپول پولیسو په برخه کې د دوه اړخیزو همکاريو د لا غښتلي کولو په موخه هراړخیزې خبرې وشوې.
د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال لوى پاسوال جانان بارکزي، ستر امنیتي او اداري معین د ترکیې هېواد څخه مننه وکړه چې له ملي پولیسو سره یې په بېلابېلو برخو کې خپلې د پام وړ مرستې ترسره کړي، دوى له ترکي پلاوي څخه وغوښتل چې د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې، د ملي پولیسو په ځانګړې توګه د ښځينه پولیسو ښوونې او روزنې ته د لا پاملرنې، په ترکیه کې له افغان مهاجرینو سره د ترکيې پولیسو له لورې د ښه چلند کولو او د انټرپول پولیسو په برخه کې د دوه اړخیزو همکاريو د لا غښتلي کولو په برخو کې خپلو لا نورو دوامداره مرستو ته هم دوام ورکړي.
د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال، ستر امنیتي او اداري معین د افغانستان او ترکیې هېواد تاریخي او کلتوري اړیکې خورا مهمې وبللې ویې ویل:"دا چې افغانستان د تاریخ په اوږدوکې د خپلو دوستو هېوادونو ترشا ولاړ پاتې شوی هيواد دی او تل یې د یو میلمه پاله هېوادو په توګه خپل نوم ساتلی نو موږ غواړو چې د ترکیې هېواد سره د خپلو کلکو او دوامداره اړیکو په پاللو سره له یو بل سره لا نیږدې ووسو."
وروسته د ترکیې پولیسو مرستیال او ورسره پلاوي د کورنیو چارو وزارت له کلکې میلمه پالنې مننه وکړه او د کورنیو چارو وزارت ټول راتلوونکي امنیتي پلانونه یې د ډاډمن امنیت په راوستلو کې خورا ارزښت مند وبلل.
دوئ وویل:"ترکیه به له افغانستان سره د خپلو دوستانه اړیکو په پاللو سره د افغانستان له امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه د کورنیو چارو وزارت سره خپلې لا نورې لازمې مرستې هم ترسره کړي څو له یو بل سره د کلکو دوستو هېوادونو په توګه نه شلېدونکې اړیکې ولري."پاى- سعيده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته