امنیت

سيمه ييز پوليس له دې وروسته د امنيه قوماندانيو په چوکاټ کې تنظيميږي

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ١٦ :
د کورنيو چارو وزارت وياند او د ملي دفاع وزارت د ويندوى مرستيال نن په يوه خبري کنفرانس کې په تيرو ٢٤ ساعتوکې  د هېواد امنيتي حالات وڅيړل او ويې ويل چې په بېلابېلو عملياتوکې د دښمن ٤٧ تنه افراد وژل شوي او ٤٥ تنه نوريې  ټپيان شوي دي.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي ډار اچوونکو ته دسر په اوښتو زيانونو سره د هېواد په بېلابېلو ولايتونوکې د خلکو د دښمنانو پرضد د پوليسو د ځواکونو د عملياتو د بيانولو ترڅنګ وويل: د پوليسو د لا زيات اغيزمنتوب په خاطر د کورنيو چارو وزارت غواړي د دغو ځواکونو فعاليت د ولايتونو د امنيه قوماندانيو په چوکاټ کې تنظيم کړي.
همدا اوس ٣٠ زره تنه سيمه ييز پوليس د هېواد په ١٥٤ ولسواليوکې له دښمن سره دجګړې په کرښه کې دي.
د صديقي د څرګندونوله مخې: پوليسو په هغو عملياتوکې چې په تيرو ٢٤ ساعتو کې ترسره کړي دي؛ د دښمن ٢٣ تنه افراد وژلي دي او ٢٢ تنه نور يې ټپيان کړي دي او يو تن بل يې نيولى دى.
د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال دولت وزيري په دې خبري کنفرانس کې وويل چې د هېواد په اتو ولايتونوکې د ملي اردو د ځواکونو عمليات دوام لري او د دغو عملياتو په بهيرکې د دښمن ٢٤ تنه افراد وژل شوي او ٢٣ تنه نور يې ټپيان شوي دي.
د ده د څرګندونوله مخې: په دې موده کې د ملي اردو دوه تنه ځواکونه شهيدان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته