سیاستخبرونهTOP

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې په غونډه کې امنیتي، سیاسي، اقتصادي او ټولنیز مسائل وڅېړل شول

کابل / د وږي ۲۴ مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د کابینې په غونډه کې امنیتي، سیاسي، اقتصادي او ټولنیز مسائل وڅېړل شول او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.
د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمد حسن آخند ټولو سرپرستانو وزیرانو ته لارښوونه وکړه چې خپلو چارو ته جدي پاملرنه وکړي.
رییس الوزرا امنیتي او دفاعي بنسټونو مسوولینو ته وویل چې د کابل ښار د امنیت لپاره ګډه همکاري او همغږي لا پياوړې او د دفاع، کورنیو چارو او استخباراتو مسوولین دې د ښار امنیت د لا ډاډمنیتا او تامین په موخه لازم تصمیمونه ونیسي.
په یاده غونډه کې پرېکړه وشوه چې د سوداګرو، صرافانو، کارپوهانو او کادرونو خوندیتوب او امنیت لپاره دې لازمې اسانتیاوې برابرې او د کابل ښاریانو د عامه امنیت لپاره دې شمېرې اعلان شي چې ښاریان وکولای شي د پېښې پر مهال سملاسي اړیکه ونیسي.
رییس الوزرا والیانو او ولایتی مسوولینو ته هم لارښوونه وکړه چې له خپلو صلاحیتونه سره سم د اړونده ادارو لپاره وړ او پر ځای ټاکنې وکړي.
هغه وویل چې په دې وروستیو کې هېواد ته راوړل شوې بشري مرستې دې پنجشېر ته ولېږدول شي چې په بېلابېلو سیمو کې پر مستحقو کسانو ووېشل شي.
د کابینې په غونډه کې په پنجشېر کې د مخابراتي شبکو پر فعالیت د لګېدلو بندیزونو لرې کولو او د دغه ولایت د خلکو ژوند او د سیمې وضعیت ته پر رسینز پوښښ ورکولو هم پرېکړې وشوې.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته