سیاست

مارشال محمدقسيم فهيم :دقانون له تطبيق پرته به ټولنيز عدالت اودهيوادوالو حقوق تحقق ونه مومي

کابل  باختردلړم دمياشتې ١٣ :
دجمهوري رياست لومړى مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم نن له غرمې مخکې دهيواد دڅارنوالانو په دريم سراسري کنفرانس کې ديوې وينا په اورولو سره  دقانون په تحقق اودعدالت  په پلي کولو کې دڅارنوالانودندې  څرگندې او مهمې وبللې .
باخترا ژانس ته دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دخبرله مخې :
په دې کنفرانس کې چې دانترکانتيننتال هوټل په بالروم کې جوړشوى و،  لومړى لوى څارنوال محمداسحق الکو د کنفرانس دجوړولوداړتيا په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې په دې  کنفرانس کې شته ستونزې اوچلنجونه څيړل کيږل اودکار دپرمختګ لپاره دحل لارې چارې  لټول کيږي .
وروسته دجمهوري رياست لومړى مرستيال دټولني او قانون په تعريفولو سره دهيوادوالو دډاډمنې وثيقې په توګه  دقانون دارزښت په باب يوه  هراړخيزه وينا وکړه.
دجمهوري رياست لومړى مرستيال زياته کړه: ټولنه داسې  ټولنيز قرارداديا ميثاق اويا تړون ته اړتيالري  چې دهغه له مخې دټولني وګړي او حکومت  ددغه قرارداد له لارې  خپل متقابل مکلفيتونه پيدا کړي .
دجمهوري رياست لومړى مرستيال  وويل :  ژوندانه ښودلې ده چې په ټولنه کې به هيڅکله عدالت تطبيق نه شي خودا چې عدلي اوقضايي اودقانون دتطبيق   مرکزونه ددغه ملي تړون  دتحقق په لاره کې  ونډه واخلي .
دقانون له تطبيق پرته به ټولنيزعدالت او دهيوادوالو حقوق تحقق ونه مومي .  اوپه نتيجه کې به يې په ټولنه کې سوله او امنيت تامين نه شي .

دجمهوري رياست لومړى مرستيال وويل: پوليس او امنيتي  مرکزونه  دجرمي اودقانون پرخلاف مسلو اوپيښو په کشف اوروښانولو کې له لوى څارنوالي سره همکار دى، که چيري دغه همکاران خپل کارونه له يوبل سره په همغږي کې ترسره نه کړي  دقانون تطبيق  او هيوادوالو ته  دقانوني ژوندانه دفضا برابرول به   شوني نه وى .
دجمهوري رياست لومړى مرستيال  وويل  (( په قرآن کريم  کې لوى خداى ج  ويلي دي  که چيري کوم فاسق کوم خبر تاسو ته راوړي ، تحقيق وکړي  )) . نودقانون له مخې  اودپيښو دمبدا دروښانولو په مقصد تحقيق دقانون دساتنې مراجعو ديني اوقانوني مکلفيتونه دي  که چيري مجرمين دقانون دحکمونوله مخې مجازات شي په ټولنه کې امنيت   تامينيږي  او ټول دې ته هڅول کيږي چې دنظام ملاتړوکړي او دقانون او عدالت ترسيوري لاندې ځان  خوندي وبولي .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال  دغه راز وويل  ترهغه وخته پورې چې دڅارنوالي  مرکزونه ، عدلي اوقضايي  ارګانونه اوداداري اوټولنيزو  مفاصدو پرخلاف دمبارزې مرکزونه په هماهنګ ډول عمل ونه کړي دقانون دتحقق په لاره کې  به کوم برياليتوب ترلاسه نه شي . له دې امله بايد دقانون دتحقق لپاره  دسولې او امنيت دزمينې  دبرابرونکو په توګه  دغه مرکزونه ديوبل همکار و اوسي اوپه هماهنگ ډول دى  عمل و کړي.
ورپسي دلوى څارنوالي مرستيال په دې کنفرانس کې دلوى څارنوالي داجرااتو په باب  يو مفصل رپوټ وړاندې کړ چې دجرمي پيښو دقانون دتطبيق دڅرنګوالي خبرورکاوه .
وروسته دسترې محکمې دعالي شورا غړي عبدالمک کاموي ، په ديني اوفرهنګي  چارو کې دجمهوري رياست سترسلاکار پوهاندنعمت الله شهراني ،له اداري فسادسره دمبارزې دعالي ادارې رييس  ډاکتر عزيزالله لودين ،  دافغانستان دبشر دحقوقو دخپلواک  کميسيون رييسې ډاکترې سيماسمر ، په کابل کې دامريکا دسفارت  دقانون  دواکمني دبرخې مرستيال ، دکورنيو چارو وزارت معين جنرال ميرزامحمديارمند اودنړيوال بانک استازي ويناوې وکړې.
دهيواد دڅارنوالانو په سراسري کنفرانس کې يوشميرجګپوړو دولتي چارواکو، دلوي څارنوالي دمشرتابه هيئت اودهيواددولايتونوڅارنوالانو،په عدلي او قضايي برخه کې دامريکا دمتحده ايالاتو دسفارت مرستيال اودنړ يوالو  مرکزونوځينو مسوولينو ګډون کړي وو.
ددغه کنفرانس مالي لګښت نړيوال بانک همکاري کړې ده او دکنفرانس کار  له برابرې شوې اجنداسره سم ددريو ورځولپارره دوام کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته