فرهنګ

په هرات کې دپښتو اودري ژبو دځوانو شاعرانو دمشاعرې غونډه جوړه شوه.

کابل باخترد جوزا دمياشتې٢٠ نيټه :

دځوانو فرهنګيانو اودپښتو اودري  ژبو دځوانو معاصرو شاعرانو څلورمه مشاعره پرون د ( دهريواپه لمن کې ) ترعنوان لاندې په هرات ښارکې جوړه شوه.

په دغومراسموکې څه دپاسه شلو تنومعاصرو شاعرانو چې زياتره با احساسه ځوانان دي په پښتو اودري ژبو خپل شعرونه ولوستل.

دهرات ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ لوى رييس احمداحسان سروريار ددغو ادبي مراسمو دترسره کولو  دهرکلي په ترڅ کې  باختراژانس ته وويل  چې دوى په هلوځلو  اودهيوادله دوو ملي ژبوڅخه دپښتو ژبې ددرناوي په مقصد په پام کې  لري چې دغه شان فعاليتونو ته دوام ورکړي.

ښاغلي سروريار  زياته کړه: ددولت دپاليسي اودرسنيو دقانون له مخې ددغې ادارې مسوولين به هلې ځلې وکړي چې داتفاق اسلام  ورځپاڼې اودسيمه ييز راډيوتلويزيون په ګډون ددولتي رسنيو خپرونې په سلو کې پنځه ويشت په پښتو ژبه برابر او وړاندې کړي .

ښاغلي سرورياردسپينې ادى له ټولنې څخه وغوښتل چې له مجربواستادانو څخه په  استفادې سره په هرات کې  دپښتو ژبې روزنيز پروګرامونه طرحه کړي  .

داطلاعاتو اوفرهنګ رييس په داسې حال کې  له نورو رسنيو څخه وغوښتل چې دپښتوژبې دساتلواورواجولو اوپه دغې ژبې درسانه يي پروګرامونو دخپرولو په لاره کې جدي پاملرنه وکړي.

دسپينې ادى دټولنې رييس ډاکترنيازي هم دفرهنګيانودفعال ګډون له امله قدرداني وکړه.

ددغې فرهنګي غونډې برخه وال دهيواد دبيلابيلو ولايتونو ځوانان دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته