کابل باخترد وږي پنځلسمه :
د ملي پوليسو ځواکونو پرون د امنيتي فعاليتونو په بهيرکې٢٠تنه وسله وال طالبان ووژل .
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دملي پوليسو ځواکونو دغه فعاليتونه د تخار ، کندز ، فارياب ، سرپل ، جوزجان، قندهار، زابل، روزګان، غزني، لوګر، خوست، پکتيکا او د هلمند دولايتونوپه مربوطاتو کې ترسره کړل چې له امله يې ٢٠ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او د دغې ډلې ٢٤ تنه نور ټپيان شوي دي.
په دغو فعاليتونوکې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم د ملي پوليسو د ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ