سیاست

دنورستان ولايت يوشمير عالمانو،مشرانو مخورو او سپين ږيرو نن له غرمې وروسته د جمهور رييس له مرستيال کريم خليلي سره وکتل.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢٧
دنورستان ولايت يوشمير عالمانو،مشرانو مخورو او سپين ږيرو  نن له غرمې وروسته د جمهور رييس له مرستيال کريم  خليلي سره  وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :  
په دې کتنه  کې چې دنورستان ولايت دمخورو په ګډون سربيره ددغه ولايت يوسناتور هم برخه  لرله دکتنې برخه والو د دغه ولايت دخلکو يو لړ ستونزې له دې جملې څخه د نورستان ولايت په خلکو له پيښو سره دمبارزې د دولتي عالي کميسيون له خوا د  درې زره ټنو ځانګړو شويو غنمو د ويشلو په اړوند د رامنځته شويو ستونزو په باب دجمهور رييس مرستيال ته معلومات ورکړل .
دکتنې برخه والو د دولتي ادارو له خوا ددغه ولايت د اوسيدونکو نورو غوښتنو او ستونزته  د پاملرنې په لاره کې د ټينګار په ترڅ د هغه هيت د رپوټ د  څيړنې   په اړوند چې پخوا د دغه کميسيون له خوا ددغې مرستې د څيړنې لپاره دغه ولايت
ته استول شوي و ، د  زياتې او دقيقې څيړنې  غوښتنه  وکړه .
د جمهور رييس مرستيال او له پيښو سره د مبارزې د دولتي عالي کميسيون رييس د کتنې برخه والو  ته  د ښه راغلاست د ويلو په ترڅ کې ددغه ولايت دخلکو دستونزو او  اړتياو  په څيړ نې باندې ټينګاروکړ  ويې   ويل چې  له پيښو سره دمبارزې دولتي عالي کميسيون  تل دنورستان له خلکو ته سره دمرستې په لاره   کې چې  يو لرې  پروت ولايت دى  پاملرنه لري  او دغه ولايت دهغو ولايتونو له جملې څخه دى   چې ددغه کميسيون دمرستو په سرکې ځاى لري .
ده دهغو درې زره  ټنو غنمو په اړوند زياتې څيړنې  په باب د نورستان د  خلکو دوړانديز په باب چې پخوا  له پيښو سره دمبارزې د دولتي عالي کميسيون له خوا دغه  ولايت ته  ځانګړې کړى   شوي وو ،   وويل په هيڅ صورت به اجازه ورنه کړي چې د نورستان دمحرومو خلکو حق تر پښو لاندې شي  او مزې  چړچې پرې وشي .
ده څرګنده کړه چې دولت به   ددغه ولايت  دخلکو غوښتنو  او  وړانديزونو ته  په
پاملرنې سره په هر اړخيزو څيړنوسره  په دې باب  تصميم  نيسي او نه پريږدې چې
په چا ناحقه تور  ولګول  شي.              

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته