کابل باختردزمري دمياشتې ٧ :
دصنعتي بغلان دښارګوټي زرګونو تنه اوسيدونکي د زلزلې له ويرې له خپلو کورونو څخه بهر ژوندکوي.
دغه اوسيدونکي ادعاکوي چې دتيرې اوونۍ په بهيرکې په دغه ښارګوټې کې دوه زلزلې وشوې چې د دوى دکورونو په ديوالونوکې درزونه رامنځته شوي دي او هغوى د بلې زلزلې له ويرې له خپلو کورونو څخه بهر شپې سباکوي.
ددغه ښارګوټي يو اوسيدونکى درمحمدآريايي باخترآژانس ته وويل: ددغوزلزلو له امله په دغه ښارګوټي کې په سلوکې پنځوس کورونه د ويجاړيدو له خطر سره مخامخ دي.
دصنعتي بغلان د ښارګوټي ښاروال سيدکبير ددغه ښارګوټي د اوسيدونکو دڅرگندونو دتائيدولو په ترڅ کې وويل: د ولايت مقام ته د رسمي خبر په ورکولو سره تراوسه پورې له زيانمنوشويوکسانوسره هيڅ راز مرسته نه ده شوې او دوه زره زيانمنې شوې کورنۍ په پرانستې فضا کې ژوند کوي چې د دوى ماشومان د خزندو له پلوه له ستونزوسره مخامخ دي.
د باخترآژانس خبريال دصنعتي بغلان دښارګوټي دخلکو ستونزې دبغلان ولايت له پيښو سره دمبارزې له رييس سره طرحه کړې دي، خوهغه په دې باب بې خبري څرګنده کړه.
0 1 دقیقه لوستل