امنیت

ددولت له کنترول څخه دميرزا اولنګ درې وتل هغه ادعاچې دملي دفاع وزارت يې ردوي .

کابل باختر دتلي  درې ويشتمه :
دسرپل دولايتي شورا رييس وايي چې دسرپل ولايت د صيادپه ولسوالۍ کې دميرزااولنګ دره بيا دوسله والو طالبانو لاس ته ورغلې ده ،خو دملي دفاع وزارت دغه ادعا نه مني .
  دباختر اژانس  دخبرله مخې،  سيمه ئيز چارواکي د سرپل دولايتي  شورا رييس او په ملي شورا کې ددغه ولايت استازي   وايي چې دوسله والو طالبانو  دډلې  او داعش  ديرغل له امله  دميرزااولنګ  دره بيا دامنيتي ځواکونو له کنترول څخه وتلې ده او دمخالفانولاس ته ورغلې ده .
ميرزا اولنګ دهېواد په شمال کې دسرپل ولايت يوه ستراتيژيکي  سيمه بلل کيږي دغه دره دوسله والو طالبانو او دداعش له بريد څخه څلويښت ورځې وروسته دامنيتي ځواکونو له کنترول څخه ووته او دطالبانو او داعشيانو دتروريستي ډلو لاس ته ورغله .
داعشيانو اوطالبانو دملکي وګړو په يو مخيزې  وژنې لاس پورې کړ اوڅه ناڅه پنځوس تنه ملکيان يې شهيدان کړل خو حکومتي  ځواکونو څو ورځې وروسته دطالبانو واکمني پاى ته ورسوله او دغه دره يې بيا ونيوله .
خو اوس يوځل بيا دميرزا اولنګ ددرې دڅلويښت  ورځې مخکې پروګرام دتکراريدو په حال کې دى .
دسرپل دولايتي  شورا رييس او دملي شورا په دواړو مجلسونو کې ددغه ولايت استازي خبر دارى ورکوي که چيرې ددغې شخړې دحل کولو لپاره  کار ونه شي په ميرزا اولنګ کې به يو ستر انساني ناتار  رامنځته شي .
خو دملي دفاع وزارت مقامات وايي چې ميرزا اولنګ ددولت له کنترول  څخه نه دى وتلى بلکې ددښمن ترګواښونو لاندې دى .
دملي دفاع وزارت دوياند مرستيال جنرال محمد رادمنش  باختراژانس ته وويل دميرزا اولنګ دره ددښمن لاس ته نه ده ورغلې بلکې ددښمن له ګواښونو سره مخامخه ده .
تروريستان  له لرې واټنونو څخه دميرزااولنګ په ساحو  دهاوانونو او موزائيلو ډزې کوي 
دجنرال  رادمنش  دڅرګندونوله مخې، زيات قوتونه په دغه ځاى کې ديره دي اوهمدااوس جګړه دوام لري .
  دى ډاډ ورکوي چې ټولې ستونزې به لرې شي  او هيڅکله به دښمن ونه کولاى شي چې دميرزا اولنګ دره بيا ونيسي .
له بيا بيا اړيکو سره مو وغوښتل چې په دې باب دکورنيو چارو وزارت دچارواکو نظر هم له ځان سره ولرو خو په دې کار بريالي نه شو .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته