امنیت

له چپې درې څخه ترنورستان پورې لاره پرانيستل شوه .

کابل باختر دوږي  اووه ويشتمه :
دکونړ ولايت دچپې درې له ولسوالۍ څخه تر نورستان پورې  لاره دطالبانو له شتون څخه پاکه شوه .
  په کونړ ولايت کې  د ٢٠١ سيلاب قول اردو ميشت مسوولين  وايي چې په کونړ ولايت کې دچپې درې ولسوالۍ له پاکولو وروسته د نورستان او کونړ د ولايتونو ترمنځ لاره يې بيا پرانيستې ده .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو د دويمې پلي لوا دعامه اړيکو مسوول شيرين اقا باخترآژانس ته وويل: دملي اردوځواکونه له څو ورځنيو عملياتو وروسته  نن دچپې درې ولسوالۍ ته  ورسيدل .
ده زياته کړه چې په دغو عملياتوکې ددغې ولسوالۍ ټولې سيمې دطالبانو  له شتون څخه  پاکې شوې دي  اوهمدا اوس هم په دې سيمه کې  عمليات دوام لري .
شيرين اقا وويل چې په دغو عملياتوکې پنځه ديرش تنه وسله وال طالبان وژل شوي  اويوشمير نور يې ټپيان شوي دي .
  دده دڅرګندونو له مخې:  دغه راز په دغو عملياتوکې دوه تنه ملکي وګړي اودملي اردو دځواکونو يو سرتيرى هم دوسله والوطالبانو له خوا شهيدان شوي دي او يوبل سرتيرى ټپي شوى دى .
  د٢٠١ سيلاب قول اردو دغه مقام زياته کړه چې په تصفيه شويو سيموکې  امنيتي پوستې جوړې شوې دي  او اوس خلک کولى شي په ډاډمنه توګه نورستان ته تګ راتګ وکړي .
  ديادونې وړ ده چې دنورستان لاره دکونړ ولايت دچپې درې له ولسوالۍ څخه تيريږي؛ خو دغه لاره  په دې سيمه کې دطالبانو دفعاليت له امله  تړلې وه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته