سیاست

تبصره

کابل باختر د ثور اوولسمه 

 هند دهغه نړيوال کنفرانس دجوړولو لپاره تياري نيسي چې دافغانستان ګاونډي هيوادونه پکې راټوليږي  چې داستانبول  دکنفرانس نتيجي وڅيړي .

 دهند دبهرنيو چارووزارت تاييد کړې ده چې دغه هيواد دچين ، ايران او پاکستان  استازو ته بلنه ورکړې ده چې دافغانستان په باب دسيمې دپانګي اچوونکو په غونډه کې دګډون په مقصد دغه هيواد ته سفر وکړي ، دافغانستان استازي به هم په دې غونډه کې ګډون وکړي .

 دباختر اژانس سياسي مبصر ليکي  هند په داسې حال کې دافغانستان ګاونډيو ته په دغه شان غونډه  کې د ګډون بلنه ورکوي چي په افغانستان  کې مثبتي ء پرمختياوي درامنځته کيدو  په حال کې دي دغه هيواد په دې وروستيو کي  دامريکا له متحده ايالاتو  سره يو ستراتيژيک  سند لاسليک کړ چې افغانستان ديو پياوړي  امنيتي او سياسي پوښښ لاندې نيسي .

 له بلې خوا افغانستان ددوو  سترو نړيوالو  غونډو  دجوړولو په درشل  کې دى ، دشيکاګواو توکيو کنفرانسونه .

 په لومړي کنفرانس کې دامنيتي  مرکزونو دسمبالولو او تمويلولو په باب خبري کيږي په داسې حال کې چې دتوکيوپه کنفرانس  کې له  ٢٠١٤ کال څخه وروسته دتيريدو مسئلي چې له  افغانستان څخه دبهرنيو ځواکونووتل طرحه دي څيړل کيږي .

 هند  دافغانستان دګاونډيو  او ځينونورو هيوادونو داستازو په  کوربه توب سره هڅه کوي دافغانستان په باب  داستانبول دموافقو  عملي اړخونه  وڅيړي دهند په غونډه کې به دسيمه ئيزې پانګه اچونې په باب خبري وشي .

 په دې غونډۀ کې ګډون کوونکي هيوادونه چين ، پاکستان ،ايران او هند هغه هيوادونه دي چې دبل هر يو  هيواد په نسبت له افغانستان سره دتجارتي  راکړي ورکړي له پلوه په لوړه کچه کې دي اوپه يو ډول  نه يو ډول په دغه هيواد کې مستقيمې ګټې لري .

 دافغانستان په باب په غونډه کې دهند او پاکستان ددواړو هيوادونو شتون يو تصادفي کار نه دى دواړه هيوادونه  دافغانستان په وړاندي ديوبل دستراتيژيکو سياستونو  د ژورتيا له امله انديښنه لري .

  سياسي کارپوهان په دې باور دي چې هند هڅه  کوي  دافغانستان ګاونډيو  هيوادونوته داپيغام ورکړي چې دسيالۍ  پرځاى دافغانستان داقتصادي پرمختيا په باب فکر  کوي او هم غواړي نور کسان دى ته وهڅوي چې په دې لاره کې ګامونه پورته کړي .

  هندوان نه يواځي دغه ټکۍ تل بيانوي  چې دهند امنيت دافغانستان  په امنيت پورې  تړاو لري بلکې غواړي چې دغه پيغام هم په ډاګه  څرګند کړي چې دسيمې امنيت دافغانستان له امنيت سره تړاو لري او بايد اقتصادي حالت ښه والي او تفاهم ته مخه  وکړو او دستونزو دلري کولو لپاره ګامونه پورته کړو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته