ښوونه او روزنه

د ښوونځیو په ذهني سیالیو کې د بي بي مریمې لیسې لومړی مقام وګاټه

کابل/ د کب ۱۲ مه/ باختر
په ننګرهارکې د ښوونځیو په ذهني سیالیوکې د بي بي مریمې لیسې اتلولي خپله کړه.
دغه سیالۍ د نجونو د ١٧ ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ ترسره شوې وې.
د سره رود ولسوالۍ د بي بي مریمې د نجونو لیسې زده کوونکو د نورو لیسو له زده کوونکو څخه پوښتنو ته ښه ځوابوبه ورکړل.
د ننګرهار د پوهنې ریاست مرستیال اول ګل ابو زاهد له باختر آژانس سره په مرکه کې؛ د دغو سیالیو د ترسره کولو موخه د زده کوونکو ذهني وده او درسونو ته د هغوى زياته هڅونه وبلله.
د سیالیو په پای کې پر غوره زده کوونکو جایزې ووېشل شوې.
پاى/سعیده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته