امنیت

په ننګرهار کې اته تنه وسله وال طالبان ونيول شول .

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٥
اته تنه وسله وال طالبان په ننګرهار ولايت کې د عملياتو په بهير کې وينول شول.
دغه عمليات تيره شپه  ناوخته دافغان ځواکونو له خوا په شير زاد ولسوالۍ کې دطالبانو په يو پټنځاي ترسره شول.
دننګرهار دامنيې قوماندانۍ ويندوى حضرت حسين مشرقيوال باختر آژانس ته وويل :  چې په دې نښته کې اته  تنه وسله وال طالبان  ووژل شول او په دغې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو درې پتنځايونه هم  ويجاړ شوي دي .
ويل کيږي پوځيانو په دې عملياتو کې دوسله والو طالبانو په لسګونه وسلې او
چاوديدونکي توکي هم ترلاسه کړي دي.
دننګرهار دامنيې قوماندانۍ ويندوى وايي چې په دې عملياتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى رسيدلى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته